ډېر لوستل شوي

دفاع وزیر: له روسیې سره امنیتي توافقنامه نه، بلکې پوځي تخنیکي تړون شوی

د اسلامي امارت دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي چې له روسيې سره امنیتي دفاعي تړون نه، بلکې په پوځي برخه کې تخنیکي تړون شوی دی. هغه په کابل نړیوال هوایي ډګر کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: « هغه توفقنامه چې موږ له روسیې فدراسیون سره لاسلیک کړې، هغه یوه نظامي-تخنیکي توافقنامه ده، چې د همدې چارو پوهان پرې پوهیږي. غواړم وضاحت ورکړم، دا یو دفاعي او امنیتي تړون نه‌دی چې څوک دې تشویش ولري، بلکې دا به یوازې د افغانستان د ګټو لپاره وي.»

ښاغلي مجاهد له روسيې څخه د درې ورځني سفر او هېواد ته د راستنېدو پرمهال زیاته کړې چې له دې تړون سره به وکولی شو، څو په هېواد کې له شته روسي تجهیزاتو ښه ګټه واخلو.

اړوند خبرونه