په رومانیا کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ د روسیې د یوې بېپیلوټه الوتکې (ډرون) لګېدو د دې هېواد، ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د رومانیا د ختیځ په ګالاتي ښار کې چې د اوکراین او مالدووا پولو ته نږدې موقعیت لري، رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي او اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
رومانیا خبرداری ورکړی چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې اغېزې پر خپلو وګړو نهشي زغملی، او د همدې پېښې له امله یې د روسیې سفیر احضار کړی دی.
همداراز، د رومانیا ولسمشر نیکوشور دان د ملي دفاع شورا بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.
دا په داسې مهال ده چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې روسي ډرونونه څو ځله د رومانیا هوايي حریم ته اوښتي، خو دا لومړی ځل دی چې په ناټو غړي هېواد کې ملکي وګړي د داسې پېښې له امله زیانمنېږي.

