د امریکا دفاع وزیر ویلي، که له ایران سره روانې خبرې کومې پایلې ته ونه رسېږي، واشنګټن چمتو دی چې پر ایران خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي.
نوموړي د سنګاپور د «شانګري لا» امنیتي غونډې پر مهال ویلي، امریکا د بریدونو د بیا پیل لپاره کافي پوځي تجهیزات او مهمات لري او په هر وخت کې یې د عملیاتو توان ساتلی.
هغه ټینګار کړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکرات لا هم روان دي، خو د دواړو لوریو ترمنځ ځینې مهم اختلافات لا نه دي حل شوي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هڅه کوي داسې هوکړه وشي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او روانه جګړه په دایمي ډول پای ته ورسېږي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم پر مهمو موضوعاتو اختلافات شته.

