ډېر لوستل شوي

ايراني پوځ د امریکا بې‌پيلوټه الوتکه راغورځولې

د ایران سپاه پاسدارانو خبر ورکړی چې نن سهار یې د هېواد پر اړوندو اوبو د امریکا یوه اېم‌‌کیو (MQ) بې‌پيلوټه الوتکه په نښه او راغورځولې ده.

سپاه پاسداران وايي، یادې الوتکې د «دښمنانه» عملیاتو نیت درلود چې د پرمختللي دفاعي توغندیز سیسټم له لوري په نښه او له منځه یووړل شوې ده.

ياد پوځ خبرداری ورکړی چې د ایران فضايي او سمندري حریم تر بشپړ څار او کنټرول لاندې دی او له هر ډول تېري سره به جدي او قاطع چلند وشي. بل‌لور ته، امریکا تر اوسه د دغې بې‌پيلوټه الوتکې د رانسکورېدو او د ایران د ادعاوو په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند خبرونه