د امریکا انفلاسیون د روان کال په اپرېل میاشت کې په تېرو درېیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی چې اصلي لامل یې د ایران جګړې له امله د انرژۍ د بیو لوړوالی بلل شوی دی.
د رویټرز راپور له مخې، د امریکا د شخصي لګښتونو او مصرف بیو شاخص (PCE) په کلني ډول ۳.۸ سلنه لوړ شوی چې د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې وروسته تر ټولو چټک زیاتوالی ګڼل کېږي.
اقتصادپوهان وایي، د ایران جګړې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو لارو او انرژۍ پر بازارونو فشار زیات کړی چې له امله یې د تېلو، ګازو او ګڼو نورو توکو بیې لوړې شوې دي. ورته مهال، راپورونه ښيي چې د بیو لوړوالي د امریکایي کورنیو پر عوایدو او سپما هم منفي اغېز کړی او تمه کېږي چې د امریکا مرکزي بانک به د سود کچه د اوږدې مودې لپاره پرته له بدلون وساتي.

