ډېر لوستل شوي

د امریکا بندیزونه؛ د سوریې لنډمهالي مشر له ټرمپ سره د اقتصادي بیارغونې په اړه خبرې کړې

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد شرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلېفوني خبرو کې پر سوریې د پاتې امریکایي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، احمد شرع ویلي چې د بندیزونو بشپړ لرې کېدل د سوریې د اقتصادي بیارغونې، د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا او د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره مهم ارزښت لري.

نوموړي ټینګار کړی چې د سوریې اقتصاد له کلونو جګړو او کړکېچونو وروسته د رغېدو پړاو ته داخل شوی او د نړیوالو اقتصادي محدودیتونو دوام د دغه بهیر پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د بشارالاسد د حکومت له پرځېدو وروسته پر سوریې ځینې لګېدلي بندیزونه نرم کړي، خو لا هم یو شمېر بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي.

اړوند خبرونه