ډېر لوستل شوي

د امریکا جګړې وزیر: اروپا دې د آسیايي متحدانو له تجربې زده‌کړه وکړي

د امریکا جګړې وزیر پیټ هېګست په سنګاپور کې د شانګري‌لا امنیتي غونډې پر مهال د ناټو پر ځینو اروپایي متحدانو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې لوېدیځه اروپا باید د آسیايي شریکانو له چلند او تجربې زده‌کړه وکړي.

د رویټرز راپور له مخې، هېګست د آسیايي هېوادونو ستاینه کړې چې د دفاعي بودجې په زیاتولو او له واشنګټن سره په نږدې همغږۍ کې یې د چین له مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

هغه ویلي، امریکا له خپلو شریکانو سره هغه مهال ګډ اقدام کوي چې ګډې ګټې ولري او د اختلافاتو پرمهال له لانجو او سیاسي فشارونو پرته عملي دریځ غوره کوي.

بل‌خوا، لوېدیځو اروپایي چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی چې ناټو لا هم یو پیاوړی او منسجم پوځي ائتلاف دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ځینو اروپایي متحدانو ترمنځ د دفاعي لګښتونو او امنیتي مسوولیتونو د وېش په اړه بحثونه روان دي.

اړوند خبرونه