د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې ورځې په ټلېفوني خبرو کې د اسراييلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لبنان د وروستیو پوځي تحولاتو په اړه توند بحث کړی او هغه یې «لیونی» بللی دی.
آکسيوس د دوو امريکايي چارواکو او د يوې بلې باخبره سرچينې په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ د اسراييلو له لوري په لبنان کې د پوځي عملیاتو د پراخېدو له امله پر نتنیاهو سختې نیوکې کړې او هغه یې پر بې احترامي هم تورن کړی دی.
د سرچینو په وینا، ټرمپ نتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې پر بیروت احتمالي برید به اسراييلو په نړیواله کچه له لا زیاتې سیاسي انزوا سره مخ کړي.
راپور زیاتوي چې د امریکا ولسمشر د اسراييلو د یوه پلان شوي برید د مخنیوي هڅه هم کړې او د دې برید د عملي کېدو مخه یې نیولې ده.
آکسیوس همداراز د باخبره سرچینو له قوله لیکلي چې ټرمپ په خبرو کې د نتنیاهو د فساد قضیو ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې په تېرو کلونو کې یې د هغه په ملاتړ مهم رول لوبولی دی.
تر اوسه سپینې ماڼۍ او د اسراييلو حکومت د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

