ډېر لوستل شوي

کابل ښاروالي: له پډولې تر «سنګ نوشتې» پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

کابل ښاروالي وایي چې د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر «سنګ نوشتې» پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظم ډول روانې دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې کیندنه، د خاورو لېږدول او لښتیو جوړول شامل دي.

سرچینې لیکلي: “دغه سړک د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.” کابل ښاروالۍ همداراز ویلي چې د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او بلخوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

اړوند خبرونه