د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له افغانستان سره د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ترمذ ناسته مهم فرصت بلل کېږي.
نوموړي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ پر سیمهییز اتصال ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټرانسپورټ، انرژۍ او مخابراتو په برخو کې د همکاریو پراختیا کولی شي د سیمې د هېوادونو امنیت، هوساینه او اقتصادي وده نوره هم پیاوړې کړي.
خلیلزاد د تاشکند په کوربهتوب د ترمذ ناستې ته په اشارې ویلي، دا غونډه د افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان ترمنځ د درېاړخیزو خبرو د پراختیا او د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مناسب فرصت برابروي.
د هغه په وینا، د دغو همکاریو پراختیا به د سیمې د لا زیاتې همغږۍ او مثبتو بدلونونو لپاره زمینه برابره کړي.

