ډېر لوستل شوي

خلیج کې تاوتریخوالی؛ امریکا د بحرین او کوېټ پر لور د ایران توغندیز بریدونه ناکام بللي

د امریکا پوځ ویلي، ایران د بحرین، کوېټ او ځینو نورو سیمه‌ییزو اهدافو پر لور توغندي توغولي، خو دا بریدونه یا شنډ شوي او یا هم خپلو ټاکل شویو هدفونو ته نه دي رسېدلي.

رویټرز د امریکا مرکزي قوماندانۍ په حواله راپور ورکړی چې د یادو بریدونو په غبرګون کې یې د ایران د قشم ټاپو پر ځینو پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.

بل‌لور ته، د واشنګټن او تهران ترمنځ ډیپلوماټیکې هلې ځلې لا هم بې پایلې ښکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د کمېدو کومه څرګنده نښه نه لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې امنیتي وضعیت د وروستیو میاشتو راهیسې ترینګلی پاتې دی او د خلیج په اوبو کې د پوځي تحرکاتو زیاتېدو د پراخې شخړې د رامنځته کېدو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

اړوند خبرونه