ډېر لوستل شوي

د قرغیزستان پانګوالو د افغانستان د برېښنا اړوند پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار د قرغیزستان (RDF) کمپنۍ او د قرغیزستان او افغانستان سوداګرۍ خونې له رییس «عظمت ممبیک» سره په کتنه کې د برېښنا تولید شبکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې قرغیزستاني پلاوي د نغلو په ګډون یو شمېر برېښنا تولید فابریکو د ظرفیتونو لوړولو په اړه خپلې رغنیزې طرحې وړاندې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
سرچینې لیکلي چې «عظمت ممبیک» د قرغیزستان برېښنا تولید شرکت (NEGK) له لوري د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ته د یاد هېواد د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.
بلخوا د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د دواوړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او تخنیکي برخو کې همکارۍ د ګډو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمې بللې دي.

اړوند خبرونه