ډېر لوستل شوي

کانګو کې د ایبولا خپرېدل؛ ۴۸ کسان مړه او د مثبتو پېښو شمېر ۳۲۱ ته رسېدلی

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د تایید شویو پېښو شمېر ۳۲۱ ته رسېدلی او ۱۱۶ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله ۴۸ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې شپږ ناروغان له درملنې وروسته بېرته روغ شوي دي.

ایبولا یوه ساري او خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې د اخته کسانو د بدن له مایعاتو سره د مستقیم تماس له لارې لېږدېږي. کانګو له تېرو څو کلونو راهیسې د ایبولا د پرله‌پسې خپرېدو له څپو سره مخ دی او روغتیايي بنسټونه د ناروغۍ د مهار لپاره د څارنې، درملنې او عامه پوهاوي هڅې روانې ساتي.

اړوند خبرونه