اسراییلو او لبنان د اوربند د پلي کولو پر سر هوکړې ته رسېدلي، هغه اقدام چې د سیمې د کړکېچ د کمېدو او د ایران په تړاو د روانو ډیپلوماټیکو هڅو د بریا هیلې یې زیاتې کړې دي.
رویټرز په خپل راپور کې د امریکا حکومت په حواله ویلي، دا اوربند به هغه مهال عملي کېږي چې حزبالله پر اسراییلو بریدونه ودروي او خپل ځواکونه د سوېلي لبنان له ټاکلو سیمو وباسي. همداراز، د لبنان پوځ به په ځینو سیمو کې د امنیتي چارو بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.
راپورونه ښيي چې دا هوکړه د امریکا په منځګړیتوب شوې او تمه ده د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پراخې سیاسي هوکړې زمینه هم برابره کړي.

