ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا بندر کې له ۳۴ ټنو زیات کم‌‌کیفیته توکي بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد شوي

د معیار او کیفیت ادارې په اسلام‌کلا بندر کې له ۳۴ ټنو څخه زیات هغه وارداتي توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځولي چې له کورنيو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.

ياده اداره وايي، په دې توکو کې ۱۷ زره او ۶۸۰ کیلوګرامه بطرۍ او ۱۶ زره او ۶۳۰ کیلوګرامه نبشي ډوله وسپنه شامل دي.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې هېواد ته د کم‌‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د مصرفوونکو د خوندیتوب او په بازارونو کې د معیاري توکو د خونديتوب لپاره خپلې څارنې او کنټرول چارې په دايمي توګه پر مخ وړي. دا په داسې مهال ده چې تر دې وړاندې هم يادې ادارې په زرګونه د کم‌کيفيته خوارکي، نفتي او ودانيزو توکو جوپي مسترد کړې دي.

اړوند خبرونه