د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس سید کریم هاشمي اوزبيکستان ته د سفر پر مهال د ياد هېواد د ټرانسپورټ له وزیر او د وسپنې پټلۍ له چارواکو سره د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، د لېږد ــ رالېږد د اسانتیاوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
ياده خونه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ټرانزیټي دهلېزونو پر پراختیا، د توکو د لېږد بهیر پر چټکتیا او افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی. ویل شوي چې د صادراتو او وارداتو په برخه کې د شته ستونزو د کمولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر عملي لارو چارو هم بحث شوی دی.

