د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په اسلامکلا بندر کې هغه دوې محمولې بېکیفیته ودانیز او برېښنایي توکي مسترد شوي چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې په دغو محمولو کې ۳۵ زره ۲۰۰ کیلوګرام تور سمنټ او ۲۰ زره ۶۰ کیلوګرام سولرې وې، چې د اسلام کلا بندر د معیار او کیفیت آمریت د تخنیکي کارکوونکو له لوري تر څېړنو وروسته بېکیفیته پېژندل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې یاد توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي. د معیار او کیفیت ادارې همداراز لیکلي چې دا اداره په دوامداره توګه د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په لاره کې عملي ګامونه پورته کوي.

