د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وایي، ځواکونو یې د هرمز تنګي پر لور د ایران څلور چاودېدونکې بېپیلوټه الوتکې په نښه او رانسکورې کړې دي.
سنټکام ویلي، د احتمالي بریدونو د مخنیوي او دفاعي تدابیرو په موخه یې د ایران د قشم ټاپو او د سیریک ولسوالۍ د ګروک سیمې ساحلي څارنیز رادار سایټونه هم په نښه کړي دي.
یادې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د ایران د «تیریو» پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
بللور ایراني رسنیو هم په یاده سیمه کې د چاوندو له اورېدو خبر ورکړی دی.

