ډېر لوستل شوي

اېکانمسټ: پاکستان د امنیتي کړکېچ او کورني ثبات له سترو ننګونو سره مخ دی

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټیوټ (PIPS) په تازه څېړنه کې ويلي چې په دې هېواد کې وسله‌وال تاوتریخوالی د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او امنیتي وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

اېکانمسټ ورځپاڼې د یوه ګراف په خپرولو سره ویلي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په نړیواله کچه د پاکستان د ښه انځور وړاندې کولو هڅې کوي، خو د هېواد دننه د امنیتي ګواښونو کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي چې له امله یې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دي.

راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان امنیتي کړکېچ د ناامنۍ د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه ګڼي او ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي دوام د پاکستان د کورني ثبات لپاره ستره ننګونه بلل کېږي. دا په داسې مهال ده چې پاکستان کې علماوو او سياسي څېرو هم پر پاکستاني حکومت تندې نيوکې کړې او وايي چې دوی دې په پاکستان کې د خپلې ناامني پړه پر افغانستان نه تپي، بلکې د کور دننه دې مديريت کړي.

اړوند خبرونه