د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلې نن (شنبه) د کابل پر وخت د سهار په ۸:۳۰ بجو په یوازینۍ ټېسټ سیالۍ کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په تاریخ کې دویمه ټېسټ سیالي ده چې د هند په نیو چندیګر ښار کې ترسره کېږي.
افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ سیالي د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې د هند پر وړاندې ترسره کړې وه، خو هغه لوبه یې په لوی توپیر بایللې وه. اوس افغان لوبډله هڅه کوي چې په دویمه ټېسټ سیالۍ کې غوره پایله خپله کړي.

