د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران لا هم د خپلو توغندیو له ۲۱ تر ۲۲ سلنې پورې زېرمه ساتلې ده.
ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران د پوځي وړتیاوو ډېره برخه د وروستیو بریدونو له امله زیانمنه شوې ده.
ټرمپ له «اېنبيسي» سره په مرکه کې ویلي، د ایران د بېپیلوټه الوتکو ډېری کارخونې، د توغندیو د توغولو سیستمونه او د تولید ګڼ مرکزونه له منځه تللي، خو تهران لا هم د توغندیو او ډرون الوتکو د تولید او کارونې وړتیا لري.
هغه همداراز ویلي، د ایران مشران لا تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د ټرمپ په وینا: “له هوکړې پرته بله لاره نه لري او ښايي دې بهیر ته نور وخت هم اړتیا وي.”

