ډېر لوستل شوي

د ايران د خارګ ټاپو ته نږدې چاودنه؛ له ستراتیژیک ټاپو شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري

د ايران د خارګ ټاپو ته نږدې د بوشهر ولايت د بهرګان په سيمه کې د يوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د اسلامي انقلابي ګارډ سمندري ځواکونو ویلي چې دا غږ د وروستۍ جګړې له پاتې مهماتو او چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو د عملیاتو پر مهال رامنځته شوی او پېښه کوم امنیتي ګواښ نه دی بلل شوی.

بهرګان سیمه د بوشهر ولایت د تېلو په يوې بډایه سيمه کې موقعیت او د خارګ له ستراتیژیک ټاپو شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري.

په ورته مهال، اسراييلي چارواکو خبر ورکړی چې په تېرو دوو ورځو کې یې پر لبنان ۱۵۰ هوايي بریدونه کړي دي. بل‌خوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران او خلیج سیمې د روانو ترینګلتیاوو په ترڅ کې تهران ته سفر کړی او د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره لیدنې هم کړې دي.

اړوند خبرونه