د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، محسن نقوي په دې کتنه کې د خپل هېواد له لوري د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنهيي ته د عراقچي په لاس ځانګړی پیغام سپارلی دی. د ويلو ده چې تر اوسه د یاد پیغام د محتوا په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

