د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او لومړي وزیر شهباز شریف له لوري یو ځانګړی پیغام سید مجتبی خامنهای ته سپاري.
نوموړي دا څرګندونې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني سره په لیدنه کې کړې او ویلي یې دي چې دا یو مهم پیغام دی او هیله لري چې روان وضعیت به په ښه ډول پای ته ورسېږي.
په همدې کتنه کې ایراني لوري د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د پاکستان د منځګړیتوب له هڅو مننه کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا سفر په داسې حال کې تهران ته کړی چې اسلاماباد هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په راکمولو کې منځګړیتوب رول ولوبوي.

