ډېر لوستل شوي

اسراییلو کې وسله‌وال برید؛ یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان دي

د اسراییلو امنیتي چارواکي وایي، یوه وسله‌وال کس د موټر له دننه د اشغال شوې لوېدیځې غاړې پولې ته نږدې په درېیو بېلابېلو ځایونو کې پر خلکو ډزې کړې چې له امله پکې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د پولیسو په حواله ویلي، بریدګر له لنډ تعقیب وروسته په نښه شوی او د پېښې په تړاو کارول شوې وسله او موټر هم ترې ترلاسه شوي دي.

چارواکو همداراز ویلي، یو بل شکمن کس یې هم نیولی، وروسته له هغې چې هغه د برید سره د تړاو څرګندونې کړې وې.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو پېښې په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

اړوند خبرونه