ډېر لوستل شوي

هند خپلو وګړو ته ایران ته د سفر نه کولو او له دې هېواده د وتلو سپارښتنه کړې

په تهران کې د هند سفارت د سیمې وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره یو ځل بیا له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د هند سفارت همدارنګه له هغو هندي وګړو چې دا مهال په ایران کې مېشت دي، غوښتي چې له هرې ممکنې لارې کېږي، له دې هېواده ووځي.
دا سپارښتنې په داسې حال کې کېږي چې ايران او اسراييلو پر يو او بل بريدونه پيل کړي او په سیمه کې د امنیتي وضعیت له امله اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

اړوند خبرونه