د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د کشمېر په راولاکوټ ښار کې د ګډ عوامې عمل کمېټې (JAAC) پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په سختو نښتو کې څلور پوليس وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د آزاد کشمیر د پولیسو مشر لیاقت علي ملک دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې قهرجنو لاريونوالو د راولاکوټ پر ګډ پوځي روغتون (CMH) برید کړی چې له امله یې څلور پولیس د ډزو او چرهیي وسلو په کارولو سره وژل شوي دي.
پولیسو دا برید «ترهګریز عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې د عامه امنیت او سولې په ساتنه کې به هېڅ ډول جوړجاړی ونهکړي.

