ډېر لوستل شوي

زلېنسکي: د اوکراین جګړې د حل لپاره نوې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي ویلي چې د امریکا له استازو سټیو وېټکوف او جیرډ کوشنر سره یې «مثبتې» خبرې کړې دي او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د هغوی د همکارۍ او چمتووالي ستاینه کړې ده.

زلېنسکي ویلي، دواړو امریکايي استازو په راتلونکو اوونیو کې د سولې د بهیر د پرمختګ او د جګړې د سیاسي حل لپاره د لا ډېرو هڅو ژمنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د جګړې د پای ته رسولو او احتمالي اوربند په اړه د نړیوالو ډیپلوماټیکو هڅو لړۍ هم چټکه شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې د اوکراین د جګړې د حل او په اروپا کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره نړیوالې هڅې باید دوام ومومي.

اړوند خبرونه