ډېر لوستل شوي

ټرمپ: اسراییل او ایران به د یوې اوونۍ لپاره پر يو او بل برید نه‌کوي

د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییلو له لومړي وزير بنیامین نتنیاهو سره یې تر «ډېره ښې» ټلېفونې خبرې کړې او تمه ده چې اسراییل او ایران به لږ تر لږه د یوې اوونۍ لپاره پر يو او بل بریدونه نه‌کوي.

ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې له نتنیاهو سره د وروستیو اړيکو موخه د سیمې د کړکېچ کمول او د تاوتریخوالي مخنیوی و.

د نوموړي په وینا، دواړه لوري به د لنډ مهال لپاره له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، څو د ډیپلوماټیکو هڅو لپاره زمینه برابره شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه بيا پيل شوې وه.

اړوند خبرونه