د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د ایران پر ځینې سیمو یې ځواکونو “دفاعي” بریدونه کړي دي.
سېنټکام زیاته کړې، دا عمليات یې د عمان په سمندر کې د امریکا د اپاچي چورلکې د غورځېدو په ځواب کې کړي دي.
د راپورونو له مخې، سپاه هم ویلي چې بحرین کې یې د امریکا پر پنځم سمندري ځواک بريدونه کړي دي.
په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي وسله وال ځواکونه به یې هېڅ بريد “بې ځوابه” پرېنږدي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “که تاسو غواړئ خوندي واوسئ، زموږ سيمه پرېږدئ”.
نوموړي ويلي، تر هغه چې امریکايي ځواکونه په سیمه کې موجود وي، خطر به یې ګواښي.

