ډېر لوستل شوي

ايران: که هرمز تنګی ناامن کړئ، سیمه به درته په جهنم بدله کړو

د ایران د سپاه پاسدارانو د هوايي ځواک یوه قوماندان سيد مجيد موسوي، امریکاــ اسراييلو او د هغوی متحدینو ته په خبرداري سره ویلي، که د هرمز ستراتیژیک تنګی ناامنه شي، نو سیمه به د دوی لپاره په «جهنم» بدله کړي.
موسوي ویلي، دا دریځ د امریکا د وروستیو «تېريو» ځواب دی او زیاته کړې یې ده چې ایران به د هر ډول ګواښ پر وړاندې مناسب غبرګون وښيي.
د سپاه دې قوماندان ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي امنیت د سیمې له ثبات سره مستقیم تړاو لري او هر ډول ناامني به پراخې او جدي پایلې ولري.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد د پام وړ برخه له همدې لارې کېږي.

اړوند خبرونه