ډېر لوستل شوي

د منځني ختيځ د کړکېچ په تړاو د ګوتېرېش خبرداری؛ “دا سيمه ورځ تر بلې ژور بحران ته نږدې کېږي”

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې منځنی ختیځ ورځ تر بلې ژور بحران ته نږدې کېږي او د دې وضعیت اغېزې یوازې تر سیمې محدودې نه دي، بلکې تر هغې هاخوا هم رسېږي.
ګوتېرېش پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې بریدونه پراخ شوي او وضعیت لا پسې خراب شوی، په داسې حال کې چې اوربند د بشپړې سولې پر ځای یوازې د تاوتریخوالي د کچې کمېدو ته ورته دی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د محدود تاوتریخوالي د پراخې جګړې پر بدلېدو خطر باید کم ونه ګڼل شي او له ټولو ښکېلو لوريو یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره ډیپلوماټیکو لارو ته مخه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د بريدونو لپاره بايد نورې پلمې پای ته ورسېږي او د کړکېچ د ختمولو لپاره دې سیاسي حل ته لومړیتوب ورکړل شي.

اړوند خبرونه