د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، مولوي عبدالرحمن قانت د روسیې «اګری میر» کمپنۍ له مسوول او د دغه هېواد له پانګوالو سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې روسي پانګوالو د افغانستان د کرومایت، جست کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، او په افغانستان کې یې د پانګونې فرصتونه مناسب بللي دي.
بلخوا مولوي عبدالرحمن قانت د کانونو په برخه کې پانګونې ته د روسي پانګوالو له لېوالتیا هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

