د بلجیم رسنیو راپور ورکړی چې اروپایي کمیسیون بلجیم ته د اسلامي امارت د پلاوي د غړو نوملړ چمتو کړی چې بروکسل ته بلل کېږي؛ تر څو په اروپايي هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د بېرته راستنېدو په اړه بحث وکړي.
د بلجیم چارواکو راپور ورکړی چې د هېواد امنیتي ادارو د ویزې د ورکولو د امکان په اړه لومړنۍ څېړنې پیل کړي دي.
وړاندې له دې، د اروپايي اتحادیې د کډوالو مشر مګنوس برنر ویلي و چې د افغان کډوالو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې د اروپا په ګټه دي او ویلي یې دي چې له خبرو اترو پرته بله چاره نشته.
د اروپايي اتحادیې د کډوالۍ چارواکي زیاته کړې چې د اروپايي اتحادیې ډېری غړي هېوادونه هم د خبرو اترو په ترسره کولو کې لېوالتیا لري.
هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د سیمې او نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د ا.ا.ا. اړیکې د پام وړ غوړېدلي.

