ډېر لوستل شوي

نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوېد

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پلان شویو پوځي بریدونو د لغوه کېدو اعلان وکړ؛ نو د نړیوالو بازارونو د تېلو بیې نن جمعه نورې هم راولوېدې.

دغه اقدام د دې اندېښنې کچه راکمه کړې چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه نوره هم اوږده شي.

ټرمپ، چې مخکې یې ایران ته د ‘ډېر سخت’ ګوزار ګواښ کړی و، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران پر ضد پلان شوي بریدونه یې لغوه کړي او تهران سره یوه هوکړه نږدې ده. سره له دې، شنونکي خبرداری ورکړی چې د تېلو بازار لا هم له خطره خالي نه دی، ځکه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستۍ موافقې په اړه لا هم بشپړ وضاحت نشته او هر ډول نوی پوځي یا سیاسي پرمختګ کولی شي، بیې یو ځل بیا لوړې کړي.

اړوند خبرونه