ډېر لوستل شوي

ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې او یوه لویه هوکړه پر لار ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې او دواړه خواوې یوې هوکړې ته رسېدلي دي چې تهران به هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

ټرمپ په خپله وینا کې وویل: “زه نه پوهیږم چې تاسو اورېدلي که نه، مګر نن موږ له ایران سره جګړه پای ته ورسوله او دوی هوکړه وکړه چې هیڅکله به اټومي وسلې ونه لري.”

هغه زیاته کړه: “نن موږ له ایران سره یوې موافقې ته ورسېدو. موږ یوه لویه هوکړه ترلاسه کړه. اټومي وسلې به نورې نه وي او خلک به ډېر ژر خپلو مېنو ته ستانه شي. نږدې هرڅه بشپړ شوي او موږ خپلې ټولې موخې ترلاسه کړي دي.” ټرمپ د احتمالي معاملې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، او نه هم ایراني چارواکو لا تر اوسه د دې څرګندونو ځواب نه دی ورکړی.

اړوند خبرونه