ډېر لوستل شوي

انتقالاتو کې درې برابره زياتوالی؛ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې یو میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د روان کال د غويي میاشتې په لړ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې یو میلیون او درې زره او ۸۲۱ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸ زره او ۴۷۴ ټنه، د آقینې له لارې ۹۵ زره او ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۹۷ زره او ۳۶۹ ټنه او د خواف ـ هرات کرښې له لارې ۱۲۲ زره او ۸۵۷ ټنه نفتي او غیرنفتي توکي وارد او صادر شوي دي.

د نوموري په وينا، د یادو انتقالاتو له ډلې ۴ زره او ۲۴۶ مټریک ټنه صادرات جوړوي. ټولګټو وزارت وياند زیاته کړې چې د ۱۴۰۴ کال د ورته مودې په پرتله د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه درې برابره لوړه شوې او دا بهیر د کاري فرصتونو، ملي عوایدو او اقتصادي ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

اړوند خبرونه