اوکرایني ځواکونو د روسیې پر اکمالاتي لارو او ټرانسپورټي وسایطو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د پرمختللو ډرونونو په وسیله یې د روسیې پوځي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
د نیویارک ټایمز راپور له مخې، اوکراین داسې ډرونونه کاروي چې پیاوړي انجنونه او بیټرۍ لري، د سټارلېنک مخابراتي سیسټمونو سره نښلول شوي او د مصنوعي ځیرکتیا نوې وړتیاوې هم پکې ځای پر ځای شوې دي. دې ډرونونو د روسیې بېزغره باروړونکو موټرو او اورګاډو ته زیانونه اړولي دي.
سرچینې وایي، د دې بریدونو له امله د روسیې ځواکونو د سون توکو له کمښت سره مخ شوي، د سرتېرو د بدلون او لېږد بهیر یې ستونزمن شوی او په لومړۍ کرښه کې یې پوځي فعالیتونه هم راکم شوي دي.
روسي رسنیو او چارواکو تر دې مهال د یادې پېښې په تړاو لا څه نه دي ویلي.

