د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د نهایي کېدو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی، خو امکان شته چې تر رسمي لاسلیک وړاندې د هغې په ځینو برخو کې بدلونونه راشي.
عراقچي ایراني رسنیو ته ویلي چې مذاکرات په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي. د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګي، اقتصادي بندیزونو، د ایران د کنګل شویو شتمنیو او بیارغونې اړوند موضوعات وڅېړل شي، او په دویم پړاو کې به د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته د رسېدو هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړې، که دا هوکړه نهایي شي، نو د لبنان په ګډون په بېلابېلو جبهو کې روانو شخړو او جګړو ته به د پای ټکی کېږدي.

