د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رييس سيد کريم هاشمي د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې له پلاوي او په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو، پانګونې او اقتصادي راکړې ورکړې پر پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي ویلي، افغانستان د خپلو طبیعي سرچینو، مناسب ټرانزیټي موقعیت او پراخو پانګوالیزو فرصتونو له امله د ایراني سوداګرو او پانګوالو لپاره مناسب شرایط لري.
په ورته وخت کې، په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېکدلي افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي سفر د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د تهران د جدي ارادې څرګندونه بللې او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
بلخوا، د ایران ـ افغانستان د ګډې خونې رييس محمود سیادت ویلي، د دې پلاوي د سفر بنسټيزه موخه ایران ته د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا ده. نوموړي پنبه، غوښه او معدني مواد ایران ته د افغانستان د صادراتو له مهمو برخو څخه یاد کړي دي.
دواړو لورو په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د اقتصادي ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

