د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته د واردېدونکو ۱۱ واګونونه غیرمعیاري سمنټ چې ټولیز وزن یې ۷۴۸ ټنه و، بېرته مسترد شوي دي.
ياده اداره وايي، دا سمېنټ له اړینو ازموینو وروسته د کورنیو معیارونو او د کیفیت له الزاماتو سره د نه مطابقت له امله غیرمعیاري تثبیت شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب، د ودانیزو توکو د معیاري کېدو او د بنسټیزو پروژو د ملاتړ په موخه به هېواد ته د کمکیفیته محصولاتو د ننوتلو مخنیوی په جدي ډول دوام ولري.

