ډېر لوستل شوي

د لبنان او اسراییلو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو په واشنګټن کې کېږي

یوې رسمي لبناني سرچینې ویلي چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو به د روانې جون میاشتې په ۲۲مه (د چنګاښ لومړۍ نېټه) د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې ترسره شي.
ايراني رسنيو د دې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د خبرو دا پړاو د ځینو لانجمنو سیمو څخه د شاتګ د مسئلې د حل له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
سرچینې زیاته کړې چې د لبنان په پلاوي کې به د سیاسي استازو ترڅنګ پوځي متخصصین هم شامل وي، څو د امنیتي او تخنیکي موضوعاتو په اړه لازم بحثونه ترسره شي.

اړوند خبرونه