د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رييس محمود سیادت، د ایران د سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د پلاوي په ملتيا، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمن قانت سره کتلي دي.
يادې خونې ويلي، په دې ناسته کې د کانونو، نفتو او ګازو په برخو کې د ګډو پانګونو، د نفتي زېرمتونونو د جوړولو، د ګډې مشورتي او پانګونې کمېټې د رامنځته کولو، افغانستان ته د ایران د ګازو د لېږد او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې شوې دي.
محمود سیادت د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د توکو د تبادلې د اسانتیا لپاره په بندرونو کې د ګډو پانګونو ځانګړو سيمو د جوړېدو وړاندیز هم کړی چې د کانونو وزارت د مرستیال له لوري هرکلی شوی دی.
عبدالرحمن قانت د اسلامي امارت له لوري د ګډو پانګونو د ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د اسلامکلا په پوله کې هم د بازارونو د رامنځته کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرېږي.

