د افغانستان د کورش ملي فدراسیون دوو لوبغاړو، معراجالدین چکمار او ذبیحالله احساني، د کورش د پنځلسم پړاو اسیايي اتلولیو سیالیو کې خپلو هندي او تاجيکستاني سيالانو ته ماتې ورکړی او د برنزو ارزښتناک مډالونه يې ګټلي دي.
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وايي، دواړو افغان لوبغاړو د خپلو سیالانو پر وړاندې له بریاوو وروسته د آسیا د اتلولیو په دې سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.
ټاکل شوې، د سیالیو په دوام نن یکشنبه ظاهر سروري د ۱۰۰ کیلو ګرام او عبدالمنان سادات د ۹۰ کیلو ګرام وزن په کټګوریو کې خپلو سیالیو ته میدان ته ښکته شي. د کورش د پنځلسم پړاو اسیايي اتلولۍ سیالۍ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د ۲۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون روانې دي.

