د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د جنازې مراسم به د جولای په ۴مه په تهران کې پیل شي او د جولای په ۹مه به د هغه په پلارني ښار مشهد کې د خاورو ته سپارلو له مراسمو سره پای ته ورسېږي.
د رویټرز راپور له مخې، د جنازې په لړ کې به د جولای په ۷مه د قم په ښار کې هم ځانګړي مراسم ترسره شي. دا مراسم تر ۱۰۰ ورځو څخه ډېر وخت وروسته ترسره کېږي، ځکه د جګړې شرایطو او امنیتي اندېښنو د هغه د ښخولو بهیر ځنډولی و.
علي خامنهیي چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشري یې ۳۶ کاله پر غاړه لرله، د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې په نښه شو.
د ایران چارواکي تمه لري چې د جنازې مراسمو ته به د هېواد له بېلابېلو سیمو او بهرنیو هېوادونو څخه ګڼ شمېر دیني او سیاسي شخصیتونه ګډون وکړي.

