د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ټاکل شوې، نن د یکشنبې په ورځ له ایران سره یوه هوکړه لاسلیک او له هغې وروسته به د هرمز تنګی د ټولو هېوادونو پر مخ بېرته پرانیستل شي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، که وضعیت سولهییز پاتې شي، امریکا به د ایران اټومي مواد راوباسي او له ایران او د منځني ختیځ له هېوادونو سره به د اوږدمهاله همکاریو نوی پړاو پیل کړي.
هغه زیاته کړې، هیله لري چې دا پروسه په چټکۍ او اسانه توګه بشپړه شي، خو که سولهییزه لاره نتیجه ورنه کړي، امریکا نور بدیلونه هم لري.
بللور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه تر بل هر وخت نږدې شوې او تمه ده چې وروستی پړاو یې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بشپړ شي.

