ټاکل شوې، د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې دوشنبې په ورځ (سبا) فرانسې ته سفر وکړي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» لیکلي چې دا سفر به د «UFC 250» سیالیو له ترسره کېدو وروسته وشي.
د نوموړي په وينا، د دې سفر پر مهال به د منځني ختیځ او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې اترې هم وشي. د یادونې وړ ده چې د«UFC 250» سیالۍ نن په واشنګټن ډيسي کې د سپینې ماڼۍ په جنوبي لان کې ترسره کېږي.

