ډېر لوستل شوي

ملګرو ملتونو او قطر د امریکا او ایران له هوکړې هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امریکا او ایران ترمنځ له شوې سولې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د شخړو د سوله‌ییز حل پر لور یو مهم ګام بللی دی.
ګوترېش ویلي، په دې هوکړه کې سم‌لاسي او دایمي اوربند، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د راتلونکو خبرو اترو لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کول شامل دي.
نوموړي د پاکستان، قطر، مصر، سعودي عربستان، ترکیې او د سیمې د نورو هېوادونو له رغنده رول څخه هم مننه کړې، چې د دغو خبرو اترو په بریالیتوب کې یې مرسته کړې ده.
بل‌خوا، د قطر حکومت هم د امریکا او ایران ترمنځ د پاتې مسایلو د حل لپاره د تفاهم‌لیک له هوکړې هرکلی کړی او دا یې د تلپاتې سولې د ټینګښت او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د تهران او واشنګټن له هغې ارادې ستاینه کړې چې د اختلافاتو د حل لپاره یې د خبرو او سوله‌ییزو لارو غوره کول مهم ګڼلي دي.
یاد وزارت همداراز هم د پاکستان او نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوريو د رول ستاینه کړې چې د کړکېچونو په کمولو او د دریځونو په نږدې کولو کې یې مرسته کړې ده.

اړوند خبرونه