ډېر لوستل شوي

ایا د ایران جګړې پای د نتنیاهو لپاره بریا ده که سیاسي ماتې؟

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، هغه جګړه چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې د خپل سیاسي میراث د پیاوړتیا لپاره مهمه بلله، ښايي په داسې بڼه پای ته ورسېږي چې د هغه پر سیاسي راتلونکي منفي اغېز وکړي.

نيويارک ټايمز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای لپاره په رامنځته شوې چوکاټي هوکړه کې د اسراییلو ځینې مهمې غوښتنې نه دي شاملې شوې.

ویل‌کېږي چې د ایران د توغندیز پروګرام او د سیمې له متحدو ډلو سره د تهران اړیکې د خبرو له اصلي اجنډا بهر پاتې دي.

سرچینې زیاتوي، اسراییلي چارواکي اندېښنه لري چې دا به د ایران پر وړاندې د دوی د ستراتیژیکو موخو بشپړ تضمین ونه‌کړي.

په همدې حال کې، په اسراییلو کې د نتنیاهو پر سیاستونو نیوکې زیاتې شوې او یو شمېر شنونکي باور لري چې د جګړې پایلې د هغه د تمو خلاف تمامېدلی شي.

اړوند خبرونه