ډېر لوستل شوي

بريټانيا د روسیې د نفت وړونکې بېړۍ چلونکی د بنديزونو ماتولو په تور نيولی

د بريټانيا ځواکونو د روسيې د نفت وړونکې بېړۍ چلونکی هندی اجی پينټ د نړيوالو بنديزونو خلاف نورو هېوادونو ته د نفتو د لېږد په تور نيولی دی.

د بريټانيا د جرمونو ملي ادارې (NCA) ویلي چې سمندري ځواکونو د مانش کانال په سیمه کې د «سمیرتوس» په نوم نفت وړونکې بېړۍ درولې او تر پلټنو وروسته یې د بېړۍ کپتان اجی پنت نیولی دی.

چارواکي ادعا کوي چې یاده بېړۍ د روسیې له هغو پټو سمندري شبکو سره تړاو لري چې د نورو هېوادونو د بیرغونو او پټو فعالیتونو له لارې د مسکو پر ضد لګول شوي بندیزونه له پامه غورځوي او روسي نفت او نفتي محصولات نورو هېوادونو ته لېږدوي.

بريټانوي ځواکونو بېړۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د هندي کپتان دوسیه به د سې شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې شي.

لندن تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰ هغه بېړۍ تر بندیزونو لاندې راوستې چې د روسیې د نفتو په پټ لېږد کې د ښکېلتیا شک پرې کېږي.

لوېدیځ هېوادونه باور لري چې د روسیې د انرژۍ عواید د اوکراین د جګړې لپاره د مسکو د مالي سرچینو مهمه برخه جوړوي.

اړوند خبرونه